۱۸ کلن حمیدالله د لوګر اوسېدونکی دی او تر یوولسم ټولګي یې زده‌کړې کړي چې څو ځله د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته په قاچاقي لارو تللی دی.

هغه چې په څېره کې یې درد او بې‌وزلۍ په ښکاره لیدل کېږي، وروستی ځل چې ایران ته لاړ، ۲ کاله مخکې و، خو سره له دې چې د زده‌کړو بشپړولو هیله یې پوره نه شوه، اقتصادي وضعیت یې هم نه دی ښه شوی.

نوموړی سلام‌وطندار سره خبرو کې د نامنظمې کډوالۍ د سختیو کیسه کوي او وايي، هره شېبه یې مرګ تجربه کړی او د انسان قاچاقيان کډوالو سره سپکاوی او ناوړه چلند کوي.

حمیدالله وايي، د ګڼو ستونزو زغملو سربېره بیا هم ارامه او هوسا ژوند ته نه دی رسېدلی او یو کال وړااندې تش لاس خپل هېواد ته ستون شوی دی.

خو هغه وویل، یوازینی کار چې یې دغه موده کې زده‌کړی، ساختماني ګلکاري ده او غواړي، بېرته خپل هېواد کې کار او زده‌کړو ته دوام ورکړي.

حمیدالله له نورو ځوانانو غواړي چې په ناقانونه لارو سفر و نه‌کړي او خپل هېواد کې کار کولو ته اوږه ورکړي.

نوموړی له دولته هم غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

په ورته وخت کې لوګر کې د ځوانانو فعال عبدالواسع ناصري وایي، ناامنۍ، د کاري زمینو نشت او دولتي ادارو کې فساد لامل شوی چې سلګونه ځوانان د کار کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو سفر وکړي.

دې سره د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو امر نوراحمد صالحي سلام‌وطندار ته وویل، اوس هم دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان نامنظمه کډوالي کوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

د صالحي په وینا، د نامنظمې کډوالۍ ستونزه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره شریکه کړې او ژر به بېرته راګرځول شويو کډوالو سره یوه اندازه مرستې هم وشي.

خو د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ريیس شاه‌خان ولي‌زوی وویل، تېرو څو کلونو کې یې بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې او اوس هم سلګونه وزګار ځوانان تر مسلکي زده‌کړو لاندې دي.

ولي‌زوی زیاته کړه، هڅه کوي چې لوستو او نالوستو ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي، څو د نامنظمې کډوالۍ مخه ونیول شي.

ناامنۍ، د کاري زمینو نشت او اقتصادي ستونزې هغه موارد دي چې لامل شوي زیاتره ځوانان نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د کډوالۍ معلوماتي مرکز معلومات هم ښيي چې نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو سربېره ګڼ شمېر افغان ځوانان په نامنظمو لارو بهر هېوادونو ته ځي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام