زبیر عالم‌یار یو له هغو ځوانانو چې لوړې زده‌کړې يې کړي خو اوس مهال اتریش هېواد کې خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره ژوند کوي.

زبير د اتریش هېواد د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، دغه هېواد کې د نړیوال سیاست څانګه کې د ماسټرۍ په کچه زده‌کړې پیل کړې او اوس د دغې څانګې د وروستي کال محصل دی.

زبیر وايي، مېرمن یې هم چې افغانستان کې ډاکټره وه، اوس یې خپلې زده‌کړې له سره پیل کړي او لور یې هم ښوونځي کې شامله کړې ده.

زبیر عالم‌یار چې د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شوی، بېلا بېلو رسنیو سره یې د خبریال او ویاند په توګه کار کړی دی.

هغه وايي، پوهنتون کې یې هم خپله فارغه شوې څانګه کې تدریس کړی.

زبیر عالم‌یار سلام‌وطندار ته وايي، ډېر لاملونه دي چې هغه یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړی او هېواد نه بهر د هغه د کډوالۍ اصلي لامل هم ناامني وه.

د نوموړي په وینا، هېواد کې د انسان قاچاق تر ډېره د سیاحتي شرکتونو او صرافانو له لوري کېږي.

زبير وايي، قاچاقيان خلکو ته د شنو باغونو په ښودلو سره هغوی تېر باسي او له خطرونو ‌ډکو لارو کې یې نامنظمې کډوالۍ ته هڅوي.

د زبیر د نامنظمې کډوالۍ په سفر شاوخوا ۳۰ زره ډالره چې هغه یې فکر هم نه و کړی، لګېدلي.

دی د کډوالۍ لاره کې د داسې څه په اړه وايي چې رسنیو کې ورته انعکاس نه دی ورکړل شوی، کومې سختۍ چې کډوال یې تېروي، هغوی سره د قاچاقيانو تر ناانساني چلند پورې.

زبیر عالم‌یار زیاتوي، افغانستان او اتریش هېواد کې یې بېلابېلو چاپي رسنیو سره همکارې کړې او ترڅنګ یې د نامنظمې کډوالۍ په اړه یو کتاب هم لیکلی دی.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند کاظم الهام د نامنظمې کډوالۍ یوازینی لامل، هېواد کې د کاري‌ زمینو نه موجوديت او ناامنۍ بولي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت سلاکار سید عبدالباسط انصاري سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د نامنظمې کډوالۍ کمولو کې د دغه وزارت د پوهاوي ورکولو پروګرامونه ګټور وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال له پیله تردا مهاله، ایران او پاکستان هېوادونو نه نږدې ۴ سوه زره افغانان په خپله خوښه هېواد ته را ګرځېدلي چې له دې ډلې شاوخوا ۳ سوه زره کسان ایران او پاتې نور هم پاکستان نه ستانه شوي دي.

همداراز په منځنۍ کچه ورځ کې ۲۰۰نه تر ۳۰۰ پورې افغانان هم له نورو بهرنیو هېوادونو نه خپل هېواد ته را ګرځول کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام