په څه باندې یوه کال کې ۱۴۵ افغانان د کډوالۍ پر ناقانونه لارو مړه شوي

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په ۱۴ پېښو کې ۱۴۵ افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر سختو لارو مړه شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي. که څه هم افغانانو له لسیزو راهیسې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لړۍ چټکه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان قرباني شوي دي.

معلوم منزل ته پر نا معلومو لارو د افغان کډوال هڅې

په وروستیو څو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېک‌مرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.

د اروپا په تکل “اوس په خوب کې چغې وهم”

په وارخطایئ لنډې، لنډې خبرې کوي. هرې جملې سره یې ژبه نښلي. د مهاجرت لفظ اورېدو سره داسې راټولېږي چې فکر کوې یو لوی ډار پسې اخستی. هغه ته اوس ستونزمنه ده چې د خپل سفر ترخې کیسې هېرې کړي.
کونړی ځوان قیاس قاضي‌خېل په ناقانونه لارو د ښه ژوند په لټه همدا تېره میاشت اروپا ته د تلو زړه ښه کړی وو، خو ناخبره له دې چې بخت به یې په زندان او پولیسو اړوي.