هېواد کې د وزګارتیا او کاري فرصتونو نشتون له کبله ګڼ‌شمېر لوستي ځوانان د کار او مزدورۍ لپاره هره ورځ د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران پر لوري روانېږي.

دغه ځوانان چې ډېری یې لوستې دي او د لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړي، سلام‌وطندارته وايي، د کار نشتون له کبله هېواد پرېږدي او په وینا یې، اړ دي چې پر قاچاقي لارو یادو هېوادونو ته د تلو لپاره زړه ښه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ اوسېدونکی سیدانور چې له معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ دی، وايي، له دوو کلونو هڅو د کار پر موندلو بریالی نه‌شو او اړ دی چې پر غیرقانوني لارو د مزدورۍ لپاره ایران ته لاړ شي.

هغه وویل: «کار پیدا نه‌شو او مزدوري نشته، ښوونځی مې لوستی او له پوهنتون هم فارغ یم، خو دنده مې نه ده پیدا کړې او نه یې هم راکوي.»

سیدعلي چې له جوزجان څخه د کابل ښار کمپنۍ سیمې کې کندهار ته د مسافروړونکو موټرو تم‌ځای ته راغلی او غواړي نیمروز ته لاړ شي، سلام‌وطندار ته وايي، د بې‌وزلۍ له امله اړ دی چې ایران ته لاړ شي.

هغه وویل: «کار نه پیدا کېږي او اړ یو چې افغانستان پرېږدو، له دې وړاندې هم ایران ته تللی وم او بېرته یې ډيپورټ کړم.»

بل‌خوا د کابل اوسېدونکی ویس چې نه غواړي د کار لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي، وايي، اړ دی همداسې ژوند وکړي. هغه له ا.ا غواړي چې هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي او موږ نورو هېوادونو ته لاړ نه‌شو او بدبختۍ کې ژوند ونه‌کړو، هر ډول خطر سره مخ کېږو، ښه به وي چې همدلته پاتې شو او نورو هېوادونو ته لاړ نه‌شو.»

 خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وايي چې د کاري فرصتونو رامنځته کول د ټولو وزارتونو  لومړیتوب دی او هڅه کېږی چې اړمنو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل: «ا.ا په ټوله کې وزارتونه او اقتصاد وزارت کارمونه خپل د کارونو لومړیتوب ګڼي، څو هغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي چې د کار مستحق دي.»

په همدې حال کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کسان ایران او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو ځي، خو ډېری شمېر  یې بېرته د یادو هېوادونو له لوري افغانستان ته رالېږدول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د تېرې یوې اوونۍ پر مهال له ایران څخه څه باندې ۹۰۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته رااستول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام