Asset 1SWN

تخار کې ځوانان: وزګاره یوو؛ مسوولان: دولتي ادارو کې ۸۰سلنه ځوانان کار کوي

Takhar_Taliqan

عبدالرحیم چې تخار کې د انګلیسې ژبې له  ادبیاتو فارغ شوی او د دې ولایت د ینګي‌قلعه ولسوالي اوسېدونکی دی، وايي، په تېر یوه کال کې یې د دندې موندنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بریالی نه‌شو.

نوموړی وايي: «مخکې مې د ابیک ښاروالي کې دنده لرله. د جمهوریت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتګ سره، تراوسه وزګار یم او د کار په لټه یم، خو موږ ته کار نه راکوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار یو بل اوسېدونکی نجم‌‌الدین اویغون هم د وزګارتیا له امله سر ټکوي. نوموړی وايي چې څلور کاله مخکې یې د لېسانس دوره پای ته رسولې، خو دې موده د دندې په موندلو نه دی بریالی شوی.

نوموړی وروسته له دې چې افغانستان کې د دندې په موندلو نه بریالی کېږي، له هېواده بهر کډوالي کوي، خو واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په دې فکر بېرته هېواد ته راستون چې د واسط‌ه‌بازۍ دوره به پای ته رسېدلې وي او په اسانۍ سره به دولتي اداره کې دنده ترلاسه کړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره مې هېواد ته د راتلو زړه ښه کړ او  ومې غوښتل چې خلکو ته خدمت وکړم، ډېرو ادارو ته مې مراجعه وکړه، خو چا راسره مرسته ونه کړه او وزګاره یم.»

د تخار یو بل اوسېدونکی ګل‌رحمان چې هم له وزګارتیا سره مخ دی، په دولتي ادارو کې له واسطه‌بازۍ شکایت کوي. نوموړي وايي چې هېواد کې باید د وزګارتیا مخنیوي لپاره هڅې وشي، ګنې خلک به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست عین‌الدین مطمین وايي، اسلامي امارت ځوانانو په ځانګړې توګه تحصیل کړیو څخه ملاتړ ته ژمن دی.

هغه وویل: «د افغانستان په دولتي ادارو کې ۸۰سلنه لوستي ځوانان کار کوي. اسلامي امارت خوښ دی چې راتلونکې کې هم له هغو ځوانانو ملاتړ وکړي چې لوړې زده‌کړې لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د تخار له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه هر کال نږدې ۳۰۰۰ زده‌کړیالان فارغېږي، خو د کار بازار کې د نه جذب کېدو په دلیل، ځینې یې د غیرقانوني کډ‌والۍ لار غوره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام