Asset 1SWN

پاسپورټ ریاست: سبا د پاسپورټونو وېش نه پیلېږي، په اړه یې خبرې کېږي

۵-5

د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي، سبا پنجشنبه به د پاسپورټونو پر اړوند ځینو ټولیزو موضوعاتو خبرې وشي. نن ماښام داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې سبا به د پاسپورټونو د وېش بهیر له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن رسنیو ته ویلي چې سبا د پاسپورټونو د وېش بهیر نه پیلېږي، بلکې د پاسپورټونو اړوند پر ځینو ټولیزو موضوعاتو خبرې کېږي.

په همدې حال کې د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران د پاسپورټ ریاست د خبري ناستې خبر ورکړی دی. هغه لیکلي چې د یاد ریاست مسوولان سبا د حکومت د رسنیو مرکز کې خبري ناسته لري.

د پاسپورټ عمومي ریاست څو میاشتې مخکې لومړی په ولایتونو کې او ورپسې یې په مرکز کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر وځنډوه.

دغه ریاست هغه مهال ویلي و چې د پاسپورټونو د پراسېس اړوند وسایل او ماشینونه یې له کاره لوېدلي او تر بیا جوړېدو پورې به یې د وېش بهیر ځنډېدلی وي.

بله‌خوا یوشمېر کسانو څه موده مخکې سلام‌وطندار ته ویلي و چې په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه ۳۰۰۰ ډالره ده، خو مسوولانو بیا یاد پاسپورټونه جعلي بللي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې خلکو تل د پاسپورټونو د وېش بهیر پر ځنډ او د پاسپورټ ریاست کې پر کمېشن‌کارۍ نیوکې کوي او وايي، یاد ریاست دې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل او د فساد مخه دې هم ونیسي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام