په هرات کې یو‌شمېر سوداګرو او د کارخونو مسوولانو په دغه ولایت کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د هرات په ګمرکونو کې له لوړې تعرفې نیوکه کوي او وایي، دغه چاره د دې لامل شوې چې د دوی کارخونو ته پر وخت خام مواد ونه رسېږي او اړ شوي چې خپلې کارخونې وتړي.

د ګلستان ارغوان کارخونې مسوول حاجي نادر بهادري چې په تازه‌ګۍ سره یې یاده کارخونه تړلې، لامل یې په یاد ولایت کې د ګمرک لوړه تعرفه په کوته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، ترهغو چې ګمرکي تعرفې راښکته نه شي او د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه شي، نه‌شي کولای خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د خلکو اړتیاوې برابرې کړي.

نوموړی زیاتوي چې د ایران د یوه کارتن کیک تعرفه ۱۲ افغانۍ ده، خو د دوی یوازې خالي کارتن باندې ۱۷ افغانۍ ګمرکي تعرفه راځي.

هغه وویل چې په کور دننه د کارتن جوړولو کارخونې یې اړتیا نه شي پوره کولای او هر څه چې یې زړه وغوښتل په هماغه بیه یې پرې پلوري. د نوموړي په خبره، دوی په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې اوس نه یو ځل کاروونکي لوښي لري او نه هم خالي کارټنونه.

دا یوازې حاجي نادر نه دی چې د ګمرکي تعرفې له لوړوالي شکایت لري، بلکې په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر سوداګر له یادې ستونزې سرټکوي. په هرات کې د سادات زیارت‌جای شرکت مسوول سید‌عبدالله او د درملو جوړونې افغان ملي‌سن کارخونې مسوول عبدالناصر امین هم وايي، که چېرته د دوی ستونزې هوارې نه شي، نه شي کولای له نړیوال بازار سره سیالي وکړي.

دوی زیاتوي چې له بهرنیو هېوادونو څخه خپل خام مواد واردوي، خو د پیسو لېږد په برخه کې ستونزې د هېواد په کچه د دوی تولیدات راکم کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په ورته وخت کې دوی همداراز د ګمرک له لوړې تعرفې هم شکایت کوي او وایي چې پرته له کوم لامل څخه په ګمرک کې پر توکو تعرفه لوړه شوې او د یوه کارتن تعرفه له ۲۰ تر ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

بل‌خوا د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وايي، په دغه ولایت کې د ګمرکي تعرفو لوړوالی د دې لامل شوی چې د شرکتونو خام مواد د هرات په ګمرک کې پاتې شي او سوداګر ونه شي کولای ورڅخه ګټه واخلي.

خادم زیاتوي چې دوی هڅه کوي دغه ستونزه هواره کړي، څو سوداګر وکولای شي خپل کارونه مخته بوځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات سوداګرو او صنعت‌کارانو په داسې حال کې اعتراض غونډه کړې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې نږدې ۱۰۰ کارخونو د بېلابېلو لاملونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام