حکومت د متحده اماراتو یوه شرکت سره د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد لاسلیک کړ

د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.

ا.ا د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپارلې

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ. دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.

ترکیه او قطر به ډېر ژر د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو چارې سمبال کړي

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.