Asset 1SWN

لغمان کې د «بې‌اسنادو» موټرو د ټولولو کمپاین پیل شو

9f5ec0ff-d0b8-4bc3-9f3b-71630c71176c

د لغمان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د یوکیلي «بې‌اسنادو» موټر د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د لغمان د امنیې قومنداني د ټرافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز وايي چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې دغه کمپاین پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې له دې وړاندې یې د بې‌اسنادو موټرو چلوونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل موټر ثبت کړي، خو په وینا یې، ځینې موټر‌چلوونکي سرغړونه کوي او له همدې امله دوی یاد ولایت کې د بې‌اسنادو موټرو د ټولولو کمپاین پیل کړی دی.

په ورته مهال هغه سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد کمپاین پر لومړۍ ورځ یې څه باندې ۵۰ موټر ټول کړي او چلوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې د خپلو موټرو د ثبت او اسنادو د اخیستو قانوني مراحل بشپړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې له لغمان سربېره د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې یوکیلي موټر زیات شوي چې تر ډېره یې د ښارونو ټرافیکي نظام ګډوډ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام