عبداللطیف منصور: د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزې لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور پکتیا ته د خپل سفر پرمهال سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې روانې وچکالۍ او اقلیمي بدلون اغېزو ته په پام اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزمن کار دی. هغه وویل: «اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول مشکلات لري، وچکالي بېخي ډېره زیاته ده.»

د برښنا نا‌منظمې پرچاوۍ په اړه د کابل ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.