ولسمشر: د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد معامله نه کوو

ولسمشر محمداشرف غني د سولې پروسې د چټکۍ په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غوښتنې یوه شپه او ورځ وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد به معامله نه کېږي. ولسمشر دا څرګندونې نن د ملي شورا د اوولسمې دورې د درېیم کاري کال په پرانېست‌غونډه کې وکړې. هغه وايي، د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره چې د افغانستان خپلواکي او د خلکو له لوري د خپل برخلیک ټاکل په‌کې په پام کې ونیول شي، قربانۍ ته تیار دی، خو په وینا یې، له اساسي قانون څخه به تېر نه شي. ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل چې شعارونه پرېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

شنونکي: خلیلزاد هڅه کوي ولسمشر او ځینې سیاستوال د واک لېږد ته چمتو کړي

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.

ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.