ملګرو‌ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني‌ ولسمشر محمد اشرف غني نوم ایستلی دی. په دغه نوملړ کې چې د ملګرو‌ملتونو په ویبسایټ کې خپور شوی، د اشرف غني د مېرمنې رولا غني‌ نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لرې شوی دی. خو بیا هم دغه نوملړ کې د «افغانستان جمهور رییس» نوم د افغانستان د دولت مشر ته انتخاب شوی دی.

دغه‌راز، له دغه لست څخه د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر په توګه د محمدحنیف اتمر نوم هم لرې شوی، خو په لست کې لېدل کېږي چې نصیر احمد فایق لا هم د افغانستان د شارژدافیر په توګه کار کوی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګرو ملتونو داسې مهال د نړۍ د دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د محمداشرف غني نوم لرې کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ په مقام هم ناندرۍ روانې دي. ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت دفتر څو ورځې مخکې ویلي وو چې محمد ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د چارو مسولیت او سرپرستي په غاړه اخیستې او د نصیراحمد فایق په ځای ټاکل شوی دی.

خو فایق بیا وروسته وویل چې دی لا هم هلته د افغانستان استازی دی او خپله دنده مخ ته وړي او ټینګار یې کړی وو چې محمدحنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نه پېژني او مکتوب یې ورته رسمیت نلري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان څو موده مخکې د اسلامي حکومت له خوا ملګرو ملتونو ته معرفي شوی استازی هم رد کړ.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې د اسلامي امارت په مخکنۍ دورې کې هم د هغوی حکومت په رسمیت نه و پېژندلی او دا مقام یې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ته سپارلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام