د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني له لوري د میلیونونو ډالرو د لېږد په اړه لګېدلي تورونه له حقیقت لرې بللې دي. سیګار ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له مخکیني ولسمشر سره یو میلیون امریکايي ډالر هم نه و.

سیګار نن سې‌شنبه په دې راپور کې له هېواد څخه د وتلو پرمهال له مخکیني ولسمشر سره د مل کسانو، چارواکو او عیني شاهدانو سره د خبرو پربنسټ، ویلي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وړاندې او له هېواد څخه د وتلو پرمهال د مخکیني ولسمشر غني له لوري د میلیونونو ډالرو د تښتولو په تړاو په خپورو شویو راپورونو کې مبالغه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې راغلي، که څه هم له ارګ څخه پیسې ايستل شوي او الوتکو کې لېږدول شوي، خو سندونه ښيي چې دغه اندازه پيسې له یو میلیون ډالرو کمې وې او ښايي ۵۰۰زره امریکايي ډالرو ته نږدې وې.

د سیګار په وینا، له غني سره د مل کسانو له لوري د پیسو د لېږد اندازه هم له یو میلیون امریکايي ډالرو زیاته نه وه.

د امریکا ځانګړي سرمفتش جان ساپکو په دغه راپور کې موندلې چې د چارواکو له تښتې وروسته ارګ کې پنځه میلیونه ډالر پاتې و چې روښانه نه ده، د چا له لوري راوړل شوې وې او اوس یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د راپور پربنسټ، دغه پیسې لا هم د بحث وړ دي، خو د دې شونتیا شته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خوندیتوب قطعې د کارکوونکو له لوري خپلو کې وېشل شوې وي.

په راپور کې ټينګار شوی چې د میلیونونو ډالرو پټول چې تور یې پر اشرف غني لګېدلی، ستونزمنه ده او د لېږد پرمهال یې الوتکې باید ۲ ټنه وزن پورته کړی وای.

سیګار ویلي چې د موندنو پربنسټ، الوتکې لا له وړاندې د مسافرو او سون توکو له امله ډکې شوې وې او نه‌یې شوای کولای چې له اضافي وزن سره الوتنه وکړي.

په ورته مهال د ولسمشر غني د سفر پرمهال الوتکې زرهې شوې وې چې د الوتکې ظرفیت یې نورهم ټيټ کړی و.

سیګار په داسې حال کې د خپلو موندنو پایلې خپروي چې د مخکیني ولسمشر محمدشراف غني له تګ یوه ورځ وروسته په کابل کې د روسیې سفارت ادعا وکړه چې غني له هېواد څخه د وتلو پرمهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړې دي.

دغه سفارت روسي رسنیو ته ویلي و چې اشرف غني له پیسو ډکو څلور موټرو او یوې الوتکه کې د ۱۶۹ میلیونه ډالرو سره یوځای له هېواده تښتېدلی دی.

له هغه وروسته دغو تورونو ته په تاجکستان کې د افغانستان د سفیر له لوري انعکاس ورکړل شو. خو مخکیني ولسمشر بیا په یوې وینا کې دغه تورونه بې‌بنسټه وبلل. په تاجکستان کې د افغانستان سفیر له سیګار سره په خبرو کې په دې اړه د سندونو له ورکولو ډډه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سیګار ټينګار کړی چې دغه راپور لنډمهاله دی او له مخکیني ولسمشر محمداشرف غني سره له خبرو کولو او سپیناوي غوښتلو پرته خپور شوی او تراوسه د سروې یو لړ پوښتنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام