Asset 1SWN

اشرف غني: ا.ا دې د دوحې هوکړې پټ ضمایم له افغانانو سره شریک کړي

200218104258-ashraf-ghani-1128

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي امارت له لوري پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو ځنډېدو په غبرګون کې دغه پرېکړه جنسیتي اپرټایډ بللې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پټ «ضمایم» افغانانو سره شریک کړي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډېدل د افغانانو ترور دی. هرې ډلې چې د ټولنې اکثریت نه دی منلی، د ولس له غوصې سره مخ شوی دی. هغو کسانو چې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې، د دغې هوکړې ضمایم باید له افغانانو سره شریک کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو اسلامي امارت ته نږدې څېره او سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي وايي چې د دوحې هوکړه پټ ضمیمه نه‌لري. د نوموړي په وینا، اشرف غني د تېر تاریخ یوه څېره ده او د نوموړي په ګومان چې د دوحې هوکړه کومه ضمیمه نه‌لري. هغه وویل: «اشرف غني په دې کلیمې سره غواړي چې د خلکو پر ذهنونو فشار وارد کړي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی یارمحمد باقري بیا وايي چې مخکینی ولسمشر محمداشرف غني له خپلې ډلې سره یوځای غواړي چې د جمهوریت د پرځېدو له مسوولیته ځان وباسي.

بل‌خوا څېړونکی او د نړیوالو اړیکو کارپوه سلام‌وطندار ته ویلي چې اشرف غني نشي کولای د دوحې هوکړې د ضمیمو په اړه په څرګندونو سره ځان تبریه کړي.

نوموړي وویل: «اشرف غني له سقوط یو کال وړاندې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په ټیلیفوني اړیکه کې د مقاومت خبره کوله، خو په سبا یې خپله وتښتېد، نوموړی ځان نشي تبریه کولای، خو ښايي د امنیتي او سیاسي له پلوه د دوحې هوکړې ځینې بندونه په ډاګه نشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې  په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د  نجونو د زده‌کړو بهیر وځنډاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام