Asset 1SWN

زابل کې د «پیغام» په نوم یوې راډیو فعالیت پیل کړ

په زابل کې د پیغام په نوم یوې غږیزې رسنۍ خپل نشرات پیل کړل. د پیغام راډیو د نشراتو مسوول روح‌الله حکیمي وايي چې د یادې راډیو په نشراتي پالیسي کې یې د دغه ولایت د اوسېدونکو کلتوري او ټولنیزو غوښتنو ته ځای ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زابل د هېواد په سوېلي زون کې یواځینی ولایت دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په‌کې یوه رسنۍ فعالیت پیلوي.

د زابل یوشمېر خبریالان د پیغام راډیو فعالېدل د خلکو د وړتیا او عامه پوهاوي لوړونې تر څنګ، ژورنالېستانو ته د کاري بوختیاوو برابرېدو برخه کې مهم بولي او له حکومتي مسوولانو غوښتنه کوي چې د رسنیو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال ملا عبدالحنان جابر هم د دې راډیو د نشراتو پیلېدو هرکلی کوي او وايي، غږیزې رسنۍ خلکو ته د پیغام رسونې یوه غوره وسیله ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په زابل کې داسې مهال یوه غږیزه رسنۍ خپل فعالیت پیلوي چې د تېر جمهوري نظام له را پرځېدو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته شاوخوا پنځوس سلنه رسنیو خپل فعالیتونه پريښي چې له کبله یې زرګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام