Asset 1SWN

د خوست اورتوپیدي مرکز کې د ښځینه ډاکټرې نشتون؛ «ناروغانې له لاسه ورکوو»

IMG-20231007-WA0020

خوست کې د اورتوپیدي او فزیوترافي ناروغیو د درملنې ځانګړي مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو او کارکوونکو د نشتون له امله ښځینه ناروغانې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوست یوشمېر اوسېدونکي وايي، ډېری کورنۍ خپلې ښځینه ناروغانې چې د هډوکو پر بېلابېلو ناروغیو اخته‌ وي، کابل او نورو خصوصي روغتونونو ته ورولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د یاد ولایت د اورتوپيدي او فزيوترافي ځانګړي مرکز کې ښځينه ډاکټرانې پر دندو وګومارل شي.

د خوست یوه اوسېدونکي رحمن سلام‌وطندار ته وویل: «دلته د وسايلو کمښت هم شته چې ځينې وختونه د ناروغيو تشخيص په برخه کې ستونزې رامنځته کولای شي، خو تر ټولو مهمه دا چې په دغه څانګه کې ښځينه ډاکټرې وګمارل شي، څو زموږ خويندې د هغو ناروغيو په مورد باندې چې د هډوکو په برخه کې يې لري، په اسانۍ سره ښځينه ډاکټرانو ته لاسرسی ولري.»

په ورته مهال د خوست مسوولان وايي، هره میاشت په منځنۍ توګه څه باندې ۱۰۰۰ ناروغان ياد مرکز ته د درملنې په موخه مراجعه کوي.

خوست کې د اورتوپيدي مرکز امر ډاکټر موسی‌جان بشیرزوی هم تاییدوي چې ياد مرکز ښځينه‌ ډاکټره او کارکوونکې نه‌لري او له امله یې ښځينه ناروغانې اړ دي چې کابل، يا نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړې شي.

بشیرزوی زیاتوي، د خوست نفوس ته په کتو د روغتیايي کارکوونکو تشکیل کم دی او د دې ترڅنګ د ځینو مهمو وسایلو او موادو له کمښت سره هم مخ دي.

هغه وویل: «دا مرکز کې زنانه فزیوترافېستې ډاکټرې ته ډېر اشد ضرورت دی. زنانه معلول چې دلته راشي، موږ یې اندازه اخلو، خو زموږ داسې خلک دي، نه غواړي چې نارینه ډاکټر یې اندازه واخلي، بلاخره هغه مریض وړي او هغه ناروغ ضایع کېږي او ناروغ له لاسه ورکوي.»

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر ګل صاحب شاه بیا ډاډ څرګندوي چې د یادو ستونزو د حل په موخه یې هڅې پیل کړي او د یاد مرکز د ښځینه کارکوونکو او د وسایلو د کمښت موضوع به د عامې روغتیا له وزرات سره شریکه کړي.

هغه وویل: «موږ له وزارت سره په اړیکه کې یو، تقریبا اووه او اته زنانه سټاف راکوي او نوره کوم سامان الات چې کم دي، په اړه یې ورسره غږیدلي یو، هغه کومک به ان شاءالله وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې خوست کې د اورتوپیدي او فزیوترافي مرکز په دوو برخو کې خدمات وړاندې کوي چې یو یې اورتوپیدي تخنیکي او بل د فزیوترافۍ برخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام