Asset 1SWN

خوست کې د «مزري بوټي» له پاڼو د جوړېدونکو توکو بازار پیکه شوی

خوستی

خوست کې د مزور بوټو څخه د لاسي صنایعو جوړونکي او کاروباریان وايي چې د پخوا په پرتله یې په دې وروستیو کې کاروبار پیکه شوی دی.

له ياد بوټي څخه چې د کور بېلابېل وسایل جوړېږي، جوړونکي یې وايي، د دغه کاروبار له پیکه‌کېدو له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه لاسي صنایعې چې د «مزري بوټي» له پاڼو جوړېږي، ښځې یې په کورونو کې په لاس جوړوي او بیا یې د خرڅلاو لپاره بازار ته لېږي چې د هېواد دننه او بهر ګڼ‌شمېر پېرېدونکي لري.

په خوست ښار کې د لاسي صنایعو کاروباریان وايي، پخوا یې دغه توکي د افغانستان نورو ولایتونو او ترڅنګ یې هېوادونو ته هم لېږل، خو اوس په کور دننه هم چندان مارکېټ نه‌لري.

د لاسي صنایعو په بازار کې یوه کاروباري محبت‌الله وايي چې بېلابېل ډول لاسي صنایع لري، خو په وینا یې، پلور یې کم شوی چې له کبله یې ګڼ‌شمېر هټۍ تړل شوې دي.

هغه وویل: «پخوا دوکانونه زیات وو، خو اوس خلک شکایت کوي چې سوداوې نه شته، ډېرو خلکو دا کاروبار پرېښود، ډېر خلک لاړل، وړمه ورځ هم یو لاړو او څو ورځې مخکې دوه درې کسان لاړل. استعمال یې کم شوی دی اوس دومره ډېر نه استعمالیږي.»

بل‌خوا د خوست د سوداګرۍ او صنایعو امر شمس‌الاحمد تاییدوي چې د لاسي صنايعو لپاره بازار نشته، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دغه توکو لپاره یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

نوموړي وویل: «امارت هم پلان لري چې لاسي صنایعو ته پرمختګ ورکړي او ځانګړي مارکېټونه ورته جوړ کړي. موږ هم د لاسي صنعت د پرمختګ په خاطر له مرکزي ادارې سره بار بار تماس نیولی دی او وزارت هم له لاسي صناعتکارانو څخه د ملاتړ ډاډ راکړی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست ځاځي‌میدان، صبریو او یوشمېر نورو غرنیو ولسوالیو خلک له پخوا راهیسې د مزري بوټو له پاڼو بېلابېل ‌ډوله لاسي صنایعې جوړوي چې په تېرو کې یې کارونه ډېره، خو اوس یې پر ځای پلاستیکي او نور بهرني توکي دود شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام