Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې د ښځو د لاسي صنایعو د پلور بازار پیکه شوی

faryab

فاریاب کې د لاسي صنایعو یو‌شمېر تولېدونکې مېرمنې وايي چې د ملاتړ نه‌شتون له امله یې د توکو د پلور بازار پیکه شوی دی.

د لاسي صنایعو یوه تولیدونکې زینب وايي چې د دوی د لاسي صنایعو څخه نه ملاتړ لامل شوی چې د پلور بازار یې کمه رنګه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړې په وینا، تېرو کلونو کې به بهرنیو موسسو د دوی د لاسي صنایعو څخه ملاتړ کاوه او د دې صنعت د تولید او پلور بازار ښه و، خو د تېرو دوو کلونو پر مهال د بهرنیو موسسو فعالیت کمېدو سره د دوی د لاسي صنایعو خپل بازار له لاسه ورکړی دی.

هغه له حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې د کورنیو تولیداتو برخه کې له تولیدونکو ملاتړ وکړي.

  نوموړې وویل: «پخو به چې بهرنیو موسسو له لاسي صنایعو ملاتړ کاوه، د دغه صنعت د تولید او پلور بازار ښه وضعیت کې و، خو  تېر یوه کال کې د بهرنیو موسسو فعالیت کمېدو سره لاسي صنایعو خپل بازار له لاسه ورکړی دی.»

د فاریاب میمنې ښار ښار کې د لاسي صنایعو یو پلورونکی سید عزت‌الله سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته خلک وزګاره شوي او د توکو د پلور توان نه‌لري.

د نوموړي په وینا، له دې مخکې به خلکو د وادونو لپاره د دوشکو او بالښتونو، سرتختي، لباسونو او نورو توکو فرمایشونه ورکول، خو اوس د یوه سیټ پلور توان هم نه‌لري.

هغه وویل: «تېر یوه کال کې د توکو لوړې بیې او کاري فرصتونو نشتون له امله خلک د لاسي صنایعو د پلور توان نه‌لري.»

په همدې حال کې د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ امر نقیب‌الله حنفي سلام‌وطندار ته وايي چې وارداتي توکي په کور دننه تولید شویو توکو په پرتله ارزانه دي او له همدې امله یې بازار پیکه شوی.

هغه د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ د ټينګار ترڅنګ د حکومت له مشرتابه غواړي چې پر کورنیو تولیداتو مالیې کمې او پر وراداتي توکو یې لوړې کړي، څو د کورنیو تولیداتو بازار وغوړېږي.

نوموړي وویل: «بهرني تولیدات چې هېواد ته راواردېږي، د کورنیو تولیداتو په پرتله ارزانه وي او لامل کېږي چې په کور دننه د لاسي توکو تولیدات له غوړېدو پاتې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هېواد کې په لاس جوړ شوي توکي لکه ګلدوزي، زر دوزي او داسې نورې دودیزې جامې تولیدېږي چې د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت له امله یې بازار پیکه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام