د پروان اوسېدونکي د «پښو چاودې» پر ناروغي اخته کېدو اندېښمن کړي

پروان د کابل په شمال کې یو کرنیز او غرنی ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند چلوي. د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې خپله دوی او خپلوان یې د پښو چاودو پر ناروغي اخته شوي او له کبله یې سخت اندېښمن دي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې د دې ناروغي د درملنې هېڅ ګټوره لاره نه‌ده موندلې.