Asset 1SWN

لغمان کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

photo_2022-01-08_04-02-35

د لغمان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د لغمان د والي ویاند سلامت‌خان سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون دوشنبه د لړم ۲۳مه د شپې لس بجې د الینګار ولسوالي اړوند«منګو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې یاده سیمه کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت پرېوتی چې پر مهال یې د دغې کورنۍ درې غړي مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د یاد ولایت د والي ویاند زیاتوي چې پېښه کې پلار، مور او زوی مړه شوي او یوه لور یې ټپي شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ژمي په موسم کې هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښو زیات راپورونه ورکول کېږي چې له امله یې ګڼو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام