په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ‌ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د نورستان د ځنګلونو له اورلګېدنې نیولې، بیا په خوست او پکتیکا مرګونې زلزلې او په وروستیو څو ورځو کې نږدې ټول افغانستان کې د سېلابونو راوتو په پراخه کچه خلک اغېزمن کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې د وروستیو سېلابونو پرمهال ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۱۵۲ نور ټپیان دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او اړیکو امر حسیب‌الله شیخاني ویلي چې وروستیو طبیعي پېښو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د نوموړي په وینا، تراوسه په دې پېښو کې درې زره کورونه په بشپړه او قسمي توګه نړېدلي او د کرنیزو ځمکو ډېری حاصلات له‌منځه تللي دي.

په ورته مهال  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او اړیکو امر همداراز زیاتوي، ټاکل شوې چې راتلونکې د طبیعي پېښو د کمېدو او د سېلابونو د مسیر بدلولو په موخه د اوبو بندونه حوړ شي.

نوموړي همداراز وویل چې یاد وزارت په وروستیو سېلابونو کې د مړو شویو کورنیو سره ۱۰۰زره افغانۍ او ټپیانو سره ۵۰زره افغانۍ مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د طبیعي پېښو زیانمنو شویو د یاد وزارت له لوري هم مرستې ترلاسه کړې دي.

بل‌خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي، روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو په خپل وار افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو سره مرستې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د طبیعي پېښو کارپوهانو هېواد کې وروستۍ طبیعي پېښې نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یادې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام