د بینالافغاني مذاکراتو له پیل سره هېواد کې جګړو زور اخیستی او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ډېره مرګژوبله پوځیانو او ملکي وګړيو ته اوړي. که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان په لویو ښارونو بریدونه نه کوي؛ خو یادې ډلې په ډېرو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
د لښکرګاه په ښار او د تخار بهارک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید چې ډېره مرګژوبله يې درلودله، د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو ښکاره بېلګې دي.
د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د حکومت او د دولت د نړیوالو ملاتړو غبرګونونه هم راپارولي دی.
په کابل کې د فرانسې سفارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلی چې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه د منلو وړ نه دي. ياد سفارت له طالبانو غوښتي چې جګړې وردوي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ وویل چې د طالبانو جګړه شرعي دلیل نه لري او دا ډله به د جګړې په ډګر کې بریالۍ نه شي.
یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د جګړې په زیاتېدو غواړي امتیاز تر لاسه کړي.
د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زياتېدل د منلو نه دي.
نوموړي د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له بیاکتنې خبر ورکړی و.