«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو پاکه شوه

په کندهار کې ځایي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالۍ یې له وسله‌والو طالبانو پاکه کړې ده. د ياد ولايت د والي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، له تېرې ورځې راهیسې يې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاڼیز پوځي عملیات کړي دي.

د غور مرغاب ولسوالۍ د ملي اردو له یوې پوستې اداره کېږي

کابو یوه میاشت مخکې وروسته له هغې چې د غور ولایت د سمک سیمې اوسېدونکيو د مرغاب ولسوالۍ له مرکز نه د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وتلو لپاره اعتراضي لاریونونه وکړل، امنیتي ځواکونو دغه سیمه پرېښوده؛ خو اوس د یادې ولسوالۍ برخلیک ناڅرګند پاتې دی. 

امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتګه ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه نن ولسي جرګه د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنيو چارو وزارت او  د ملي امنيت سرپرست رييس په موجوديت کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ خو امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول.

بامیانيانو شیبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وواژه

د باميانو شيبر ولسوالۍ کې محلي مسوولان وايي، يادې ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د شيبر ولسوال امیر شریف سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو تش په نامه دغه ولسوال د يادې ولسوالۍ په « برفک» سيمه کې ووژل شوی دی.

ارګ پر يما سیاوش بريد «ترهګریز» وباله

ارګ د هېواد پر ځوان خبريال یما سیاوش برید ترهګريز وباله او هغه يې وغانده. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې یما سياوش په تازه‌ګۍ سره دولت کې کار پيل کړی و.

سپېدار هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ځوانانو وژل « نه بښونکی جنايت» بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله له کشفي او استخباراتي بنسټونو غوښتي چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.