کابو یوه میاشت مخکې وروسته له هغې چې د غور ولایت د سمک سیمې اوسېدونکيو د مرغاب ولسوالۍ له مرکز نه د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو د وتلو لپاره اعتراضي لاریونونه وکړل، امنیتي ځواکونو دغه سیمه پرېښوده؛ خو اوس د یادې ولسوالۍ برخلیک ناڅرګند پاتې دی.
د مرغاب ولسوال محمد کبیري سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د ټاکلي ځای او کاري امکاناتو نه لرلو له کبله اوسمهال دغه ولسوالۍ د ملي اردو د یوې پوستې له خوا اداره کېږي.
د مرغاب ولسوال زیاتوي، خلک د پوځ پوستې ته نهشي راتلای او له همدې کبله ګڼې ستونزې پرخپل ځای پاتې دي.
د غور ولایت مدني فعالان هم د مرغاب ولسوالۍ له ناڅرګند برخلیکه شکایت کوي او وايي، دولت د دې پر ځای چې د یادې ولسوالۍ مرکز شورابه نومي ځای ته ولېږدوي، هغه یې د مرکز فېروز کوه په شمال کې شاتېغ سیمې ته لېږدولی دی.
هلته له امنیتي ځواکونو پرته هېڅوک فعالیت نه لري او له همدې کبله شونې نه ده چې خلکو ته خدمتونه وړاندې شي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم د مرغاب ولسوالۍ له ناڅرګند برخلیکه نيوکه کوي او وايي، دولت باید د مرغاب په سیمه کې یو مناسب ځای د ولسوالۍ لپاره په ګوته کړي ترڅو ولسوالۍ د خلکو د خدمت جوګه شي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د غور د محلي چارواکيو او امنیتي مسوولانو نظر هم ولرو، خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني د روان لمریز کال په غبرګولي کې د شورابه کلی د مرغاب ولسوالۍ د مرکز په توګه منظور کړ؛ خو یاده سیمه اوس د طالبانو تر واک لاندې ده، له همدې کبله د غور محلي ادارې د دولتیار ولسوالۍ د سمک کلی د مرغاب د مرکز په توګه ټاکلی؛ خو دغه ځای له هستوګنیزو سیمو لرې دی او خلک د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره نه شي ورتلای.