امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیول لپاره د دوی هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیسي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، له وسله‌والو طالبانو څخه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

په ورته وخت کې د ۲۰۳تندر قولو اردو ویاند اېمل خان مومند سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو له لوري د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو په موخه عملیات پيل شوي دي. مومند زیاته کړې چې د پيل شویو ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي چې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وسله والو طالبانو ګڼې‌شمېر موټر او  وسلې هم له مینځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ  سهار شاوخوا ۹ بجې د میدان وردګ  ولایت جلرېز ولسوالي تر ۵ورځني کلابندۍ وروسته طالبانو ونیوله او ۳۵ افغان سرتیري هم له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام