د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، دوه فلسطیني وګړي یې هغه مهال ووژل چې هڅه یې کوله له یوه موټر څخه پر سرتېرو برید وکړي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې دغه فلسطینیان داسې مهال وژل شوي چې پوځ یې د نیولکېدو په عملیاتو کې د سرتېرو پر موټر د برید هڅه بولي.
بلخوا رسنیو د فلسطین د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې برید کې ۱۹کلن باسل بابوس او ۲۰کلن خالد انبار په نوم ځوانان وژل شوي او ۱۹کلن رفعت حبش ټپي شوی دی.
د یادو کسانو له وژلکېدو وروسته فلسطینیانو په رامالله کې د اسراییلو پر ضد پراخ لاریونونه کړي او دغه برید یې غندلی دی.
دغه وژنه داسې مهال کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله په لوېدیځه غاړه کې ناکراریو زور اخیستی او اسراییلي ځواکونو د روان کال له مارچ راهیسې هره ورځ په دغه سیمه کې بریدونه کړي دي.