Asset 1SWN

د مکسیکو پر یوه زندان د وسله‌وال برید له امله ۱۴ کسان وژل شوي

MMMPPMHZRNJVLMIQCLEYAYDYSU

د مکسیکو په شمالي سرحدي ښار «سیوداد جواریز» کې وسله‌والو په یوه زندان برید کړی چې پر مهال یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د مکسیکو یو‌شمېر رسنیو ویلي چې د نښتې له امله له یاد زندان څخه ۲۴ بندیان هم په تېښته بریالي شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چېهواوا ایالت د څارنوالۍ دفتر د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي، بریدګر په سیمه‌ییز وخت د سهار په اوو بجو په څو زغره‌والو موټرو کې زندان ته په نږدې کېدو سره پر ساتونکو ډزې پیل کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې نښته کې د زندان لس ساتونکي او څلور بندیان وژل شوي دي. رسنیو همداراز پېښه کې د دیارلس کسانو د ټپي‌ کېدو خبر هم ورکړی دی.

الجزیزې د مکسیکو د ځینو رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د نښتې پر مهال په زندان کې یو‌شمېر بلواګرو بندیانو ځینو توکو ته اور ورته کړی او ساتونکو سره یې نښته کړې ده.

د دولتي څارنوالۍ دفتر همداراز ویلي چې د مکسیکو سرتېرو او پولیسو د یکشنبې پر ورځ د زندان کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی. د ځارنوالۍ دفتر همداراز زیاته کړې چې څلور کسان یې نیولي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې نیول شوي کسان وسله‌وال و او که بندیان دي.

تراوسه روښانه نه ده چې دغه برید چا کړی، خو مکسیکو کې چارواکو رسنیو ته ویلي چې د برید په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مکسیکو زندانونو کې تل د سیالو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی کېږي چې ډېری وخت د پراخې مرګ ژوبلې لامل هم کېږي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام