بلخ کې ټرافیکي پېښې؛ روان کال کې ۱۰۸ کسان مړه شوي

د بلخ د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پر مهال په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۰۸ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
د بلخ د ټرافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز وایي، دغو کسانو ته د بلخ‌-‌جوزجان او بلخ‌-سمنګان پر لویو لارو د ۱۲۲ ټرافیکو پېښو له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلېږي

نړیوال بانک وايي، د افغانانو د ملاتړ په موخه به د خپلې نوې تګلارې له مخې، په افغانستان کې د برښنا د لېږد یا کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پیل کړي.
نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک اجرایوي مدیرانو پرون پنجشنبه د افغانانو د ملاتړ په موخه یوه نوې تګلاره تصویب کړې ده.

غزني کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، نن یې په دغه ولایت کې یو څوارلس کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
دغه ماشوم د روزګان اوسېدونکی دی او د غزني په اندړو ولسوالي کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.