د دایکندي محلي مسوولان وايي، نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د ګېزاب ولسوالي په کنډوګک سیمه کې یو موټر د یخ له امله له سړک څخه اوښتی او د هلمند سیند ته لوېدلی دی چې له کبله یې څلور ښځې مړې شوې دي.

د دايکندي د والي د دفتر مشر مولوي خليل سلام‌وطندار ته وويل چې په دغه موټر کې اته تنه سورلی و چې څلور ښځې، دوه نارينه او دوه ماشومان دي. هغه وایي چې د سپرلیو دغه موټر له سړک څخه اوښتی او د هلمند سیند ته لویدلی دی. د خلیل په ​​وينا، په دې پېښه کې څلور مېرمنې مړې شوي او څلور نور ټپيان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دايکنډي د والي د دفتر مشر زياته کړه چې د ګيزاب ولسوالي د ادارې او د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ د مړو شویو کسانو د موندلو عمليات پيل شوي او د يوې ښځې جسد يې هم له اوبو را ايستلى دى.

هغه ټینګار کوي چې د نورو درېیو ښځو د جسدونو د موندلو لپاره عملیات دوام لري. د دايکندي د والي د دفتر مشر وويل: ” مسافرین ټول د دايکندي د پاتو ولسوالي د سهور کلي اوسېدونکي دي.”

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونو کې سختې واورې شوي چې سړکونه یې هم ویجاړ کړي دي او دایکندي هم د هېواد مرکز څخه لرې پروت محروم ولایت دی چې هر کال يې لسګونه اوسېدونکي د خرابو لارو له امله د ترافيکي پېښو قرباني کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام