د بادغيس روغتيايي مسوولان وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکي پېښو د مرګ ژوبلې او د ټپيانو شمېر د تېر کال په پرتله زيات شوى دى.
د بادغيس د ولايتي روغتون د نرسنګ څانګې رييس احسانالله ثابت سلاموطندار ته وویل چې د روان کال له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې په ټرافيکي پېښو کې ١٥ کسان مړه او تر ٥٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بادغیس ولایت اوسېدونکي وايي، د موټر چلوونکو ګړنديتګ، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د ټرافیک ریاست د مسوولانو او کورنیو بې پامي په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي. د بادغيس اوسېدونکي او د روغتونونو مسوولان په دغه ولايت کې د بې اسنادو او کم عمره موټر چلوونکو له شتون څخه اندېښمن دي او د ډېرو ټرافيکي پېښو پړه پر دوى اچوي.
خو د بادغيس د ترافيکو مديريت مسوولان، په دغه ولايت کې د ناقانونه موټر چلوونکو شتون مني او وايي، هڅه کوي د دغه ډول موټر چلوونکو د فعالیت مخه ونيسي. د بادغيس د ټرافيکو مدير احسانالله له کورنيو څخه غواړي چې د ټرافيکي پېښو د مخنيوي لپاره دې خپلو ماشومانو ته موټر نه ورکوي.
احسان زیاتوي: «ډېری ټرافيکي پېښې د همدغو کم عمره کسانو لهخوا رامنځته کېږي چې نه یې زدهکړې کړي او نه د موټر چلولو جواز لري. موږ د بادغیس ولایت له خلکو څخه غواړو چې خپل موټر او موټرسایکلونه ماشومانو ته ونه سپاري چې په بازار کې موټر چلوي او خلک ځوروي.”
د بادغيس د ولايتي روغتون او د ټرافيکو مديريت مسوولان وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې تر ټولو ډېرې ټرافيکي پېښې رامنځته شوې دي، هغه پیښې چې د دې ولایت د اوسېدونکو او ماشومانو د معلولیت، ټپيکېدو او ان د دوی د مرګ لامل شوي دي.
دا په داسې کې ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د هېواد په نورو ولايتونو په تېره بیا په لويو لارو کې ټرافيکي پېښو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.