د باغیس ولایتي روغتون کې روغتیاپالان او ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي، تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري ناروغي زیاته شوې.

هغه کورنۍ چي په شري ناروغۍ اخته ماشومان يې روغتون ته د درملنې په موخه راوستي وايي، ماشومانو ته يې د شري ضد واکسین نه دی شوی، نو ځکه په دې ناروغۍ اخته شوي.

بلخوا د باغیس ولایتي روغتون کې ډاکتران د شري ناروغۍ ډېرېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دغه ناروغي په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد روغتون کې یو تن ډاکتر محمد جاوید اخیزي وویل، د شري ناروغۍ نښې نښانې له پوزې اوبه تلل، بې‌اشتیايي، سخته تبه، ټوخی او د پوستکي بخار دی.

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولان د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د شري ناروغۍ په اړه وايي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۳۵۲ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي چې تېر ۲۰۲۱ کال کې دغه شمېره ۳۷۵ وه.

هغه وویل، سږکال ۷ کسان د شري ناروغۍ په دلیل مړه شوي هم دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د عامې روغتیا مرستیال صفی‌الله خادم وايي چې د یادې ناروغۍ د ډېرېدو دلیل د واکسین نه‌تطبیق کېدل دي.

باید وویل شي چي له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېرېدو څخه اندېښنه ښودلې وه. د یاد سازمان د شمېرو له مخې یوازې د روان کال جنوري میاشت کې ۱۵۰ ماشومان چې په شري اخته وه مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام