د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا سه‌شنبه د کابل پر وخت مازدیګر ۰۶:۳۰ دقیقې جوړېږي.
ټاکل شوې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما سرپرست او سیاسي مرستیال مارکس پوټزل هم په دې غونډه کې ګډون او خبرې وکړي.

د څښاک پاکو اوبو له کمښت د کابل ښاریانو شکایت

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د څښاک اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د کابل ښار د کارته اریانا اوسېدونکی حاجي سرور چې کور یې د ښار په یوې غونډۍ کې دی، وايي چې هره ورځ د څښاک پاکو اوبو لپاره د ښار ښکته سیمې ته ځي.

د افغان سېکانو او هندوانو ۵۵ کسیزه ډله هند ته لېږدول شوې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغان سېکانو او هندوانو یوه ۵۵ کسیزه ډله په یوه ځانګړي پرواز کې د دغه هېواد پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلې دي. هندۍ «ټریبون» خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، دغه ډله چې ۳۸ لویان او ۱۷ ماشومان په‌کې شامل دي، پرون یکشنبه د تلې درېیمه له افغانستان هند ته تللي دي.