Asset 1SWN

بلوچستان کې د چورلکې لوېدل؛ د پاکستان د پوځ شپږ افسران وژل شوي

2610175933312e9

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې څلورمه د دغه هېواد د پوځ په حواله راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله د پوځ شپږ لوړپوړي افسران وژل شوي دي.

پېښه بېګاه شپه د بلوچستان هرناي سیمه کې رامنځته شوې ده. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې په وژل شویو کې د پوځ دوه پيلوټان او څلور افسران شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې تراوسه د یادې چورلکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو رسنیو ته یې ویلي، چورلکه کې سپاره ټول شپږ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټوېټرپاڼه په یاده پېښه کې د شپږو پوځیانو پر وژنې خواشیني ښودلې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام