د کندوز ښار په اړوند سیمه کې انسان تښتونکو د پروفیسور هوشنګ رستاقي په نوم یو ډاکټر له کوره اېستلی او له ځان سره یې بېولی دی. د یاد ډاکټر وراره ثناء‌الله رستاقي پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پرون وسله‌والو انسان تښتونکو د هغه تره پروفیسور هوشنګ رستاقي د کندوز ښار له «رستاق‌اباد» سیمې څخه له ځان سره بېولی دی.

په همدې حال کې د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند منصف کندوزی سلام‌وطندار ته وايي چې د وسله‌والو کسان نښې او نښانې په سیمه کې پاتې او امنیتي بنسټونو د دغې پېښې د څېړنې لپاره خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پروفیسور هوشنګ رستاقي د جلدي او زهروي ناروغیو متخصص دی او له دوو لسیزو راهیسې په کندوز ولایت کې یې فعالیت کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کندوز ښار په اړوند سیمه کې غلو دوه کسان په چکش وژلي وو چې تراوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. د کندوز ښار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وسله‌والو غلاو او انسان تښتونې پېښې له ډېرېدو څخه اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یادو پېښو عاملان ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام