د کندوز ولایت د پاسپورټ عمومي مدیریت مسوولان په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې ادارې د عوایدو له ډېروالي څخه خبر ورکوي او وايي چې د کندوز پاسپورټ عمومي مدیریت د فعالیت له پیل څخه تراوسه نږدې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه یې وېشلي دي.

د کندوز د پاسپورټ عمومي مدیر عبدالولي شعیب سلام‌وطندار ته وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د نویو پاسپورټونو غوښتوونکو ته د پاسپورټونو له وېش څخه ۳۵ میلیونه افغانۍ راټولي کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د نوموړي په وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه چاپ او وېشلي دي چې دغه بهیر په عادي ډول روان دی. نوموړی زیاتوي چې د دغې ادارې ټولې چارې په سمه او وطندوستۍ سره ترسره کېږي او  لومړیتوب هغه چا ته ورکول کېږي چې عاجل ناروغ وي.

بل‌خوا د کندوز ولایت اوسېدونکي چې د پاسپورټ مدیریت ته راغلي، وايي چې د مخکیني حکومت په پرتله فساد کم شوی او کارونه یې په اسانۍ او په سمه توګه ترسره کېږي.

 د کندوز ولایت د پاسپورټ مدیریت چارواکي ټينګار کوي چې په دغه اداره کې یې د فسا او رشوت مخه نیولې او هغه کسان چې په فسا او کمېشن‌کارۍ لاس پورې کوي، د دوی له لوري به ونیول شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام