Asset 1SWN

بامیان ته تلونکي سیلانیان: لومړنۍ اسانتیاوې نشته، د چکر په خوند نه پوهېږو

بند-امیر-در-بامیان-1

بامیان د افغانستان د ګرځندویۍ او چکر ولایتونو له ډلې یو دی او وخت‌ناوخت ورته کورني او بهرني سیلانیان ورځي، خو اوس دغه ولایت ته ورتلونکي سيلانيان شکایت کوي چې هلته لومړنۍ اسانتیاوې نشته او دوی له چکر څخه خوند نه‌شي اخیستلی.

شريف جويا چې د بند امیر لیدو ته تللی وايي، په باميان کې د څښاک اوبو او برښنا نشتوالى د هغو کسانو لپاره چې د چکر لپاره دغه ولايت ته راځي، لویې ستونزې دي.

هغه زیاتوي: «له بده مرغه د بامیان نږدې ډېرې برخې برښنا نه لري. کله چې برښنا نه وي، هغه نور امکانات هم نشته چې له برښنا سره تړلي دي. دلته دویمه ستونزه د اوبو ده. له بده مرغه بامیان د اوبو رسونې منظم دولتي سېسټم نه لري او د دغه ولایت د ډېری سیمو اوبه تروې دي.»

محمد بیا له بغلان ولایت څخه د بند امير لیدو ته راغلی. نوموړی وايي، دلته په راتګ سره يې وخت ښه تېر شوی، خو د لومړنیو امکاناتو نشتون سیلانیان له ستونزو سره مخامخ کوي.

محمد زیاتوي: «څرنګه چې موږ تاسې یې وینو، ډېر کسان دلته راغلي، له بېلابېلو ولایتونو. د دغه ځای بیروبار او عوایدو ته په کتو، دلته تشنابونه او نور امکانات نشته. اوس یوه تشناب ته له ۴۰ تر ۵۰ کسان په لیکه نوبت ته ولاړ دي.»

یو بل سیلاني عبدالحميد بیا وايي چې په بندامير کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه نشته. هغه د بندامير ملي پارک ته د غځېدلي واټ د خرابوالي په اړه هم شکایت لري. عبدالحمید وايي: «له هغه ځایه یې چې لاره او لوری بېل شوي، رښتیا چې ډېر خراب دی. دا ډېر لږ واټن دی او په ډېر کم وخت کې پخېږي چې پخېدل یې خلکو ته اسانتیا برابروي.»

په همدې حال کې د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي چې د دغه ولايت محلي اداره هڅه کوي چې د هلته ورتلونکو سيلانيانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغه ریاست د ګرځندوی آمر دین‌محمد مفلح زیاتوي: «هو، موږ ورسره همغږي یوو؛ په ځانګړې توګه د بندامیر واټ چې وړاندیز یې شوی او په اړه یې خبرې هم شوې دي. والي او نورې دولتي ادارې به انشاالله دا وګوري او په راتلونکي کې به پرې کار وکړي او پوخ به شي.»

د یادونې ده چې بامیان د بهرنیو ګرځندویانو او کورنیو سیلانیانو لپاره یو مهم ځای ګڼل کېږي او همدا لامل دی چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام