د ایکوادور ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند فرناندو ویلاوېسېنسیو د دغه هېواد په پلازمېنه کويټو کې د يوه وسله والو برید پر مهال وژل شوی دی.
د ايکوادور اوسني ولسمشر ګویلرمو لاسو او محلي رسنیو د نوموړي وژنه تاييد کړې. هغه په پلازمېنه کويتو کې د کمپاین په یوه غونډه کې وژل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د رویټرز خبري اژانس په وینا، ولسمشر لاسو پرون چهارشنبه د اګسټ نهمه د وېلاوېسېنسیو وژنه تایید کړه او ژمنه یې وکړه چې جرم به بې سزا پاتې نشي.
د محلي رسنيو د راپورونو له مخې، د پلازمېنې په کالجیو انډرسن سيمه کې په شوي وسله وال برید کې څو نور کسان ټپیان شوي هم دي.
خبريال او سياسي فعال وېلاوېسېنسیو د ايکوادور ولسمشريزو ټاکنو له اتو نوماندانو څخه یو و چې د اګست په ۲۰ نیټه کېدونکو ټاکنو ته يې نوملیکنه کړې وه.