فاریاب کې د روغتیايي پروګرامونو د همغږۍ او د «کف» بنسټ د خوارځواکۍ برخې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د تېرکال په پرتله سږکال دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۱۵سلنه لوړ شوی دی.

 د یاد بنسټ د مسوولانو په وینا، د روان کال پرمهال دولسو ماشومانو د یادې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

فاریاب کې د «کف» بنسټ د خوارځواکۍ برخې مسوول ډاکټر بشیر ظریف وویل، تېرکال د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره شاوخوا ۸۵۴ زره ماشومان د تغذیې پروګرامونو کې شامل شوي دي.

نوموړي وویل: «۸۵۴زره او ۶۱۵ ماشومان د تغذیې پروګرام کې شامل شوي. ۱۷۰زره او ۹۹۴ ماشومان شدیده او متوسطه خوارځواکۍ اخته وو چې له ډلې یې۴۷زره او ۸۸۳ ماشومان متوسط او ۵۳زره او ۷۷۱ ماشومان هم پر شدیدې خوارځواکۍ اخته وو چې له ډلې ۱۴زره او ۹۴۴ د شدیدې خوارځواکۍ اړوند درملنې پروګرام کې شامل شوي دي.»

په ورته وخت کې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکي وايي، د بې‌وزلي له امله اومېندواره ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته پوره خواړه نه‌رسېږي او پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

د فاریاب دوو اوسېدونکو جمال‌الدین او ګل‌پري چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي، دغه ولایت کې د درملنې امکاناتو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

هغه وویل: «ډاکټران ښه خواري کوي، خو موږ امکانات نه‌لرو، دوی دلته وايي چې امکانات نشته او بازار څخه موږ ته هر څه راوړي، هره ورځ ۷۸۰ افغانۍ درمل راوړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سره له دې چې ناروغان د فاریاب ولایتي روغتون کې د درملو نشتون او د بستر کمښت څخه شکایت کوي، خو د دغه روغتون مسوولان وايي، د درملو او نورو برخو کې پوره امکانات لري چې ناروغانو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام