Asset 1SWN

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ «هر وزیر راغی ژمنې یې وکړې او لاړل»

c0

د ښوونکې نړیوالې ورځې رارسېدو سره هم‌مهاله یو‌شمېر ښوونکي وايي چې په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او حکومت ورته هېڅ‌راز پام نه دی کړی.

نن د تلې ۱۳مه د ښوونکې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ نن پنج‌شنبه د کابل په اماني عالي لېسه کې د پوهنې وزارت له لوري او د یو‌شمېر لوړو پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې ونمانځل شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۲۵کلن ګل‌احمد چې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی، سلام‌وطندار ته وايي، میاشتنی معاش یې د کورنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. نوموړي وویل: «د ښوونکو ژوند ډېر خراب دی او په سختۍ مو ژوند مخکې روان دی. معاش چې اخلو اړتیاوې مو نشي پوره کولای. ۹۸۰۰ افغانۍ معاش مې دی څه پرې وکړم.»

په ورته مهال محمدامین چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی، وايي، هر کال د ښوونکي ورځ نمانځل کېږي، خو په وینا یې، تراوسه یې د ستونزو هواري لپاره اقدام نه دی شوی.

هغه وویل: «د تېر حکومت ژمنه د ځمکې وېش و، هر حکومت او وزیر چې راغلی ژمنې یې وکړې چې معاش مو زیاتېږي، خو ونشول او ښوونکي بیا هم تدریس وکړ، له همدې امله باید ډېر پام وشي.»

بل‌خوا د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکي نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د شته ستونزو او خنډو سره سره هڅه کوي، څو ستونزې حل کړي.

نوموړي وویل: «زموږ ښوونکو  شته ستونزو سربېره د راتلونکي نسل او د دې وطن لپاره خپله دنده په صداقت او اخلاص ترسره کوي او پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ښوونکو له معاشونو دفاع وکړي او د دوی د ښه ژوند برابرولو لپاره هڅې روانې دي.»

بل‌خوا د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد ښوونیز نظام د کمیت او کیفیت له پلوه پیاوړی کړي.

نوموړي وویل: «پخوا به معاشونه ۷۰سلنه د بهرنیانو له لوري ورکول کېدل، د اسلامي امارت په راتلو سره معاشونه د حکومت له بودیجې ورکول کېږي. که امکانات مو لاس ته راغلل، لومړی به د ښوونکو معاشونه لوړ کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې غونډه کې چارواکو همداراز وویل چې د تېرو دوو کلونو پر مهال یې څه باندې ۲۰۰ او ۴۵زره ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام