Asset 1SWN

تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال؛ زده‌کوونکي: مسلکي ښوونکي دې وګومارل شي

2

د هېواد په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره هم‌مهاله، یوشمېر زده‌کوونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ښوونځیو کې دې د ښوونکو مسلکيتوب ته جدي پام وکړي.

په کندهار کې د یو‌شمېر ښوونځیو زده‌کوونکي سلام‌وطندار ته وايي چې شته ښوونکو ته دې د مسلکي روزنې زمینه برابره او د نویو مسلکي ښوونکو د ګومارنې برخه کې دې هم هڅې وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پرون چهارشنبه د وږي میاشتې ۱۵مه د هېواد په ګرمو «تودو» سيمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل زنګ ووهل شو.

کندهار کې د شهيد عظيم‌الله لېسې زده‌کوونکي محمدالله سلام‌وطندار ته وویل: «دا کال زه یوولسم صنف ته کامياب شوی یم، ډېر خوشحاله یم چي ښوونځي بیا شروع شو او د پوهنې ریاست څخه مي غوښتنه دا ده چي زموږ د پرمختګ لپاره ښه پروګرامونه جوړ کړي او زموږ استادان راته وروزي.»

په همدې حال کې د یاد ښوونځي یوه بل زده‌کوونکي صفي‌الله وویل چې مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري او په وینا یې، په ګومارنې سره به یې دوی په زده‌کړو کې پرمختګ وکړي.

نوموړي وویل: «نن کندهار کې ښوونځي پیل شول. موږ ډېر مسلکي ښوونکو ته اړتيا لرو موږ ته دې مسولين مسلکي ښوونکي پر دندو وګوماري، که مسلکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي، موږ به په زده‌کړو کې پرمختګ وکړو او راتلونکي کې به ښه ژوند ولرو.»

د کندهار د پوهنې رییس مولوي فخرالدين نقشبندي د نوي ښوونیز کال د پیل مراسمو کې وویل چې دامهال کندهار ښار او ولسواليو کې په دولتي ښوونځيو کې دو سوه او ۲۹ زره او په خصوصي ښوونځيو کي شاخوا ۱۶زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

نوموړی وايي، سږکال به زرګونه نوي زده‌کوونکي هم ښوونځيو کي جذب کړل شي. «موږ په دولتي مکاتبو کي دوه لکه نهه ویشت زره او په خصوصي مکاتبو کي شپاړلس زره زده کوونکي لرو او سږکال به د جدید الشمول زده‌کوونکو شمېر هم تر پخوا ډېر وي.»

دغه زده‌کوونکي داسې مهال د مسلکي ښوونکو د ګومارنې غوښتنې کوي چې د هېواد ګڼ‌شمېر ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د نه‌شتون او کمښت ستونزه موجوده ده.

بل‌خوا د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا تودو سیمو او ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په اړه یوه پیغام کې سره له دې چې د پوهنې د متوازن پرمختګ ډاډ ورکړی، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو پیل ته یې هېڅ اشاره نه‌ده کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې اسلامي امارت تېرو دوو کلونو کې د نړیوالې ټولنې پرله‌پسې غوښتنو سره سره، تراوسه ښځو او نجونو ته د زده‌کړو د بیا پیلولو اجازه نه ده ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام