Asset 1SWN

فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

afghanestan-farah

د فراه امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله د درې ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یاد ماشومان نن د دغه ولایت د مرکز اړوند په عسکراباد سیمه کې له جګړې د پاتې ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، یاده مرمۍ هغه مهال چاودلې چې ماشومانو پرې لوبې کولې.

دا داسې مهال ده چې تر دې وړاندې هم وخت‌ناوخت د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ناچاودو مرمیو د چاودنو له کبله ګڼ‌شمېر کسانو، په تېره ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام