ګڼ‌شمېر افغانانو د اسلامي امارت هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې په حکومتي ادارو کې د افغانستان د ملي بیرغ «درې رنګه» پر ځای د اسلامي امارت سپین رنګه بیرغ لګول کېږي.

له بېګاه راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت پورې تړلی یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې په‌کې له ټولو حکومتي بنسټونو غوښتنه شوې چې له دې وروسته په خپلو ادارو کې د افغانستان د ملي بیرغ «درې رنګه بیرغ» پرځای د اسلامي امارت «سپین رنګه بیرغ» ولګوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت دې پرېکړې ته ګڼ‌شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې تند غبرګونونه ښودلې دي. د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د اسلامي امارت پر دې کار نیوکه کړې او د اوسني حکومت له چارواکو یې غوښتي، څو درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه ومني.

په همدې حال کې د مخکیني حکومت د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې حکومتونه باید خپل لومړیتوبونه وټاکي او له داسې کړنو دې لاس واخلي چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کوي.

نوموړي ویلي: «حکومتونه بايد لومړيتوبونه وټاکي، ټولې هغه کړنې چې له امله يې ملي وحدت زيانمنېږي او ولس پرې له حکومت سره واټن پيدا کوي، بايد ترې ډډه وشي. په حقيقت کې ملي بيرغ کومې ډلې، سمت او يا هم قوم پورې محدود نه دی، بلکې د ټولو افغانانو تاريخي ميراث دی او په ټولو يې پالنه او ساتنه لازمي ده.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي او پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج بیا د اسلامي امارت دا کار د خپلې خوښې شریعت بللی دی.

که څه هم په دې اړه د اسلامي امارت چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو یوشمېر رسنیو بیا داسې راپورونه خپاره کړي چې یاد مکتوب رسمي دی.

دغو رسنیو د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون له مشر احمد‌الله وثیق له خولې راپور ورکړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د دفتر له لوري خپور شوی مکتوب رسمي او د پلي کېدو وړ دی.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو له لوګو «نښان» څخه د هېواد د ملي بیرغ  رنګونه هم لرې شوي دي.

د ملي راډیو ټلوېزیون د مخکینۍ لوګو پرځای اوس یوازې په شین چوکاټ کې په سپین رنګ د «ملي» نوم لیکل شوی دی. د افغانستان د ملي بیرغ په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي مکتوب د ګڼ‌شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

بل‌خوا ځینو نورو کسانو بیا د اسلامي امارت له دې کار څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې سپین بیرغ باید د افغانستان د ملي بیرغ په توګه ومنل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې څه موده وړاندې د خوست لپاره د اسلامي امارت والي په یوې ویډیو کې د دې ولایت اوسېدونکو ته په ګواښوونکې ژبه وایي، که له خپلو کورونو او هټیو ملي بیرغ لري نه‌کړي، نو بیا د ګیلې حق نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام