د جمهوري نظام له سقوط څخه د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې، د هېواد د شل کلن پوځ له سقوط څخه نیولې، د سیلاب د څپو په شان نورو هېوادونو ته د افغانانو تر کډواله کېدو پورې، دا ټول د ۱۴۰۰ کال له بدلونونو څخه وو، هغه کال چې د نوې پیړۍ پیل هم وه.

بې دلیله نه دي ویل شوي « هغه کال چې ښه وي د پسرلي څخه یې معلوم وي.» اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال له پسرلي څخه خپل عملیات پراخ کړل. په پسرلي او دوبي کې جګړې زور واخیست. اسلامي امارت لومړی ولسوالۍ او بیا یې د ولایت مرکزونه ونیول، تر دې چې د کابل په شاوخوا کې یې هم حضور پیدا کړ چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر خلک ټپیان او شهیدان شول او یوشمېر هم یتیمان شول.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ اسلامي امارت یوه اعلامیه خپره کړه چې ویلي وو له نظامي لارې کابل ته نه دننه کېږي. د راپورونو له مخې،  په همدې ورځ د غرمې ۱۲ بجې اسلامي امارت ته خبر ورکړل شو چې د کابل د ټولو امنیتي حوزو مسوولین د ویرې او وحشت له امله له خپلې دندې پریښي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت شورا مشرتابه په خپل اعلامیه کې ویلي و چې د چور او غلا د مخنیوي په موخه کابل ته دننه شوي دي. د پخواني حکومت د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوه فیسبوکي پیغام کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د تېښتې خبره په ډاګه کړه.

بالاخره د اګست په ۱۵مه چې د زمري له ۲۴ مې سره برابره وه، د محمد اشرف غني په تېښتې سره له شلو کلونو وروسته جمهوري نظام نسکور شو.

یوشمېر سیاسي کارپوهان د ۱۴۰۰ کال سیاسي بدلونونو په اړه سلام وطندار ته وایي چې دغه کال په افغانستان کې د ولسواکۍ د سقوط کال و. د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وایي، د داخلي او خارجي لاملونو له امله دغه نظام سقوط وکړ. هغه زیاتوي: « ۱۴۰۰ کال افغانستان لپاره یو تاریخي کال و. ځکه چې د ولسواکۍ له سقوط سره برابره وه. د ولسواکۍ سقوط داخلي او خارجي عوامل درلود.»

د کابل له سقوط مخکې، له اسلامي امارت سره د سولې په موخه په ترکیه، ایران او قطر کې بین الافغاني مذاکرات ترسره شول؛ خو ظاهراً دغو ناستو په افغانستان کې د ناامنیو د حل او د جمهوري نظام د ثبات لپاره کومه پایله ورنکړه چې بالاخره دغه نظام سقوط وکړ.

له بلې خوا، امنیتي سکتور هم په ۱۴۰۰ کال کې زیانمن شو. له ۳۰۰زرو ډېر امنیتي ځواکونه چې په میلیاردونو ډالر پرې پانګونه شوې وه، ټول په یوه وخت له منځه ولاړل. پوځي کارپوهان وايي چې سرتېرو په زړورتيا سره جګړې ته ودرېدل؛ خو د تېرحکومت مشرانو د رژیم د نسکورېدو مخنیوی ونه‌کړ.

د پوځي چارو کارپوه محمود حیدري وایي، هغه غربي هېوادونه چې جمهوري نظام یې جوړ کړی و، په افغانستان کې د تېر حکومت د سقوط لامل شول. هغه زیاتوي: « د هغو کسانو حکم او لارښوونې چې دا نظام یې رامنځته کړی و، همدا و چې دا نظام باید سقوط وکړي.دا په دې معنی نه وه چې مقاومت یا دفاع نه وه، یا دا چې زموږ سرتېري یا زموږ وسله‌وال پوځ تسلیم شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه‌راز، امریکایي ځواکونه هم د اکتوبر په ۲۳ نېټه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل. امریکایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د وږې میاشتې په ۷ نېټه له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې د کابل هوایي ډګر پریښود او په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. له دې ټولو سره، په هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره  د سیلاب د څپو په شان د کډوالۍ لړۍ هم پیل شوه.

یوشمېر هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره له خپل سر او مال څخه تېر شول. یوشمېر یې هم غربي هېوادونو بوتلل او یو شمېر یې هم په غیر قانوني او قاچاقي لارو ایران او پاکستان ته کډوال شول.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي چې په هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره سراسري امنیت تامین شو او افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنېدلی شي. د هغه په وینا، په هېواد کې د فساد او غلا مخه نیول شوې ده.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه اووه میاشتې تېرېږي؛ خو تر اوسه کوم هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د تېر نظام له سقوط وروسته، اسلامي امارت له بهرنیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د ټینګښت لپاره په مهمو غونډو کې ګډون وکړ. د اسلامي امارت په استازیتوب د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي لومړنۍ بهرنۍ سفر له ایران څخه پیل شو. ورپسې پاکستان، قطر، ناروې او ترکیې هېوادونو ته ولاړ څو د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره یو کار وکړي، خو تراوسه یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام