نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.
د نسل وژنې په نړیوال قانون کې راغلي چې جنګي جنایتونه د یوه ځانګړي قوم، مذهب او نژادي ډلې د وژلو او لمنځه وړلو لپاره ترسره کېږي.
حقوق پوهان وايي، د دې لپاره چې جنګي جنایتونه د نسل وژنې په توګه ثبت شي، اسناد او مدارک باید وړاندې شي او په دې برخه کې ملي او نړیوال بنسټونه شته چې څیړنې وکړي چې آیا د نسل وژنې جرم شوی او که څنګه؟
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو کله چې اړوند بنسټونه ونه شي کولای، څو په دې تړاو اسناد ترلاسه کړي، د خلکو مسوولیت څه دی؟
حقوق پوه هارون رحیمي وايي، هر هغه څوک چې وغواړي په ملي او نړیوالو بنسټونو کې جنایتونه د نسل وژنې په نوم ثبت کړي، باید په پراخه کچه د عدالت غوښتنه وکړي.
رحیمي وايي، د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې پر هزاره وګړو ځنځیري بریدونه د دې ښکارندوي کوي چې یوه ځانګړې مذهبي او قومي ډله موخه ګرځول کېږي او دوي د دغې ډلې د لمنځه وړلو په هڅه کې دي. نو له دې امله، له یاد کمېسیون سره داسې مدارک نشته چې نړیوال سازمانونه په دې تړاو هر اړخیزې څیړنې وکړي.
د دغه حقوقپوه په وینا، د هزاروو په څېر ځانګړې ډلې لکه، هندوان او سیکان په افغانستان کې له کلونو راهیسې د خونړیو بریدونو ښکار ګرځېدلي او خلک اړ دي، څو په دې تړاوو د افغانستان له حکومت څخه پوښتنه وکړي او د ځانګړو ډلو پر وړاندې له توکمییز چلن تبلیغاتو څخه مخنیوی وکړي.
هغه زیاتوي، په دې اړه باید خلک د عدالت غوښتنه وکړي او پر دولت فشار راولي، څو د نسل وژنې مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
یو بل حقوق پوه سمیر بدرود په دې اړه وايي چې د خلکو عامه پوهاوی باید زیات شي او ورته یادونه وشي چې جرم یوه ځانګړي قوم یا نژاد پورې نه دی تړلی.
نوموړی زیاتوي، د هغو جنایتونو څېړل چې د نسل وژنې ښکارندوینه کوي، د حکومت ارادې پورې تړاوو لري او که چېرې حکومت په دې تړاوو اقدامات ونه کړي، نړیوالو سازمانو لپاره یې څېړل ستونزمن دي.
- افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضانو پر نه څار د امریکا نیوکه
- په یوه کال کې د بشري حقونو ۲۳ مدافعان او مدني فعالان وژل شوي
- عبدالله: دوحه کې د سولې روانې خبرې هيله بښونکې دي
هغه وایي، خلک باید په دې وپوهول شي هغه جنایتونو چې د هزاروو پر وړاندې ترسره کېږي، د دې شونتیا شته چې سبا د یوه بل قوم پر وړاندې هم ترسره شي، د هغه په خبره، خلک باید هڅه وکړي، څو خپل ځان لپاره یوه روښانه راتلونکی وټاکي.
په ورته مهال هارون حکیمي وايي، د هزاروو نسل وژنې ادعا ثابتولو لپاره د هر اړخیزو څېړنو ترسره کېدو اړتیا ده، څو د لاهه نړیوالې محکمې په ګډون د بېلابېلو بنسټونو له لوري ترسره شي.
د دغه حقوق پوه په وینا، تر دامهاله د افغانستان حکومت د هغو جنایتونو په تړاوو چې په ډاګه نسل وژنه رامنځ ته شوې له نړیوالې محکمې سره همکار نه وو، ځکه ادعا کوي چې د دغه هېواد قضايي بنسټونه د دغه ډول جرمونو د څېړلو وړتیا نه لري. رحیمي وايي، په دې برخه کې خلک اړ دي، څو نړیوالو بنسټونو ته په ډاګه کړي چې د افغانستان دولت د دغه ډول جنایتونو څېړلو وړتیا نه لري او یا هم د دغه ډول قضیو څېړلو لپاره اراده نه ورسره نشته.
عام وژنه، د بشریت پر وړاندې جنایت او نسل وژنه درې بېلابېلې کلیمې دي چې درې واړه یې د انسانانو وژنو په تړاوو بحث کوي، خو له حقوقي پلوه د دغو درېو کلیمو معنې په جلا ډول ده. له حقوقي اړخه په نسل وژنه کې باید دوه مهم موضوعات رامنځ ته شي چې معنوي او مادي هوډ دی. د حقوق پوهانو په وینا، د هزاروو په تړاوو دغه دوه موضوعات رامنځ ته شوي او ترهګریزو ډلو تل، خپل مادي او معنوي هوډ په ډاګه کړی دی.