کابل کې یوشمېر نجونو خپل هنري اثار نندارې ته کېښودل

کابل کې یوشمېر نجونو پرون د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زده‌کړو ارزښت په‌کې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل. دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زده‌کړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.

یوه افغان کډوال او ځوان انځورګر د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی

یو افغان او ځوان انځورګر عرفان هزاره په ترکیه کې کډوال دی. عرفان په ډېره کمه موده کې د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی او په دغه هېواد کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی. نوموړي د خپلې انځورګرۍ په برخه کې نویو نوښتونو سره د ترکیې د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته اړولی او له دې لارې یې خپل نوښتونه د ترکیې خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دي.

په انځورګرۍ سره د سولې هیله

د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.