یو افغان او ځوان انځورګر عرفان هزاره په ترکیه کې کډوال دی. عرفان په ډېره کمه موده کې د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی او په دغه هېواد کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی. نوموړي د خپلې انځورګرۍ په برخه کې نویو نوښتونو سره د ترکیې د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته اړولی او له دې لارې یې خپل نوښتونه د ترکیې خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دي.

سلام‌وطندار دا ځل په ترکیه کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ننګونو او استعدادونو په لټه کې له یوه تنکي ځوان کډوال سره خبرې کړې دي.

عرفان هزاره له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د ځان  په اړه ویلي چې د افغانستان اوسېدونکی او په ایران کې را لوی شوی دی. هغه وايي، د تورې، رنګه او غوړې انځورګرۍ  تر څنګ، د کراتې په برخه کې هم کار کوي. د نوموړي په وینا، له اووه کلنۍ یې انځورګرۍ ته مخه کړې او تر اوسه یې په دې برخه کې څو جایزې هم اخیستې دي.

عرفان زیاتوي، له انځورګرۍ سره بې‌کچې مینې او د مور او پلار ملاتړ یې لامل شوی چې په دې برخه کې ډېر لاسته راوړنې ولري. هغه تر ډېره «تور قلم» او غوړ رنګونه کاروي او د کاستامونو د والي، د کډوالو رییس، د انقرې د والي او د کيچ‌ اورن د ښاروال په انځورولو سره په ځینو معنوي ډالیو هم نازول شوی دی.

عرفان د کډوالۍ بدې تجربې هم لري. نوموړی وايي، په افغانستان او ایران کې د امنیتي او نورو ستونزو له کبله له ۱۸ ساعته پلي مزل وروسته له ایران څخه ترکیې ته کډوال شوي چې په لومړیو کې یې د ناچارۍ له کبله د خیاطۍ، ودانیزو چارو او د سړک پر سر د توکو پلورلو ته هم مخه کړې ده. هغه وايي، له یونیم کال سختیو وروسته بېرته د خپلې خوښې کار ته وګرځېدلی او د کاستامونو په یوه ښوونځي کې یې نوملیکنه کړې ده.

هغه اوس د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ژوند کوي او د افغانستان راتلونکې لپاره ښه لیدلوری لري. عرفان غواړي د انځورګرۍ هنر د نندارتونونو له لارې به نړیوالو ته د افغانستان یوه بېله څېره ور وپېژني.

نوموړی چې اوس خورا ځوان دی، خو د هېوادوالو د دردونو او ستونزو په اړه له بل هر چا، ان له هغو کسانو چې د وطن او  ملت پر وړاندې ستر مسوولیتونه لري، ښه پوهېږي.

عرفان د سپورټ په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري. د هغه په وینا، د کراټې په برخه کې فعالیت کوي چې دوه ولایتي او د ښار په کچه لس ویاړونه او نور ستاینلیکونه یې هم ترلاسه کړي دي.

د یادونې ده چې عرفان هزاره په ترکیه کې د کډوالۍ له نړیوال سازمان څخه د پناه غوښتنه کړې چې په انقره کې د یاد سازمان په ملاتړ د خپل غوښتنلیک د ځواب او د نړۍ په یوه پر مخ تللي هېواد کې قبلېدو ته په تمه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام