نوې ګومارنې؛ د افغانستان بانک مخکینی سرپرست د اوبو او برښنا وزارت مرستیال شو

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان بانک مخکینی سرپرست عبدالقاهر ادریس او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مخکینی مرستیال شرف‌الدین مسلم د اوبو او برښنا وزارت او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

غزني کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د درېوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د هغه په وینا، یاده پېښه د غزني ولایت د واغظ ولسوالي په «چهارده» کلي کې شوې ده.