د سمنګان د کوز درهصوف ولسوال شمسالله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د شمشاد په وینا، دغه ماشومان د کوز درهصوف ولسوالي په جنګل کلي کې هغه مهال د یادې مرمۍ ښکار شول چې لوبې یې کولې او غوښتل یې هغه له یوه ځای نه بل ته ولېږدوي.
د کوز درهصوف ولسوال وايي، په دې پېښه کې د یوې نجلۍ په ګډون، درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي چې ټپیان یې د درملنې په موخه د کوز درهصوف ولسوالي روغتیايي مرکز ته لېږدولي او تر سخت مراقبت لاندې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې له تېرو جګړو د پاتې شونو مرمیو او مهماتو په چاودنو کې وختناوخت ګڼشمېر افغانان، په تېره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.