Asset 1SWN

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې یو هلک وژل شوی او یوه نجلۍ ټپي ده

nangarhar-18-pxu8vtf8kwqhyijpuip86md2m1hf7duv93fy4yxpxk

د ننګرهار د امنیې قومانداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه شپږکلن ماشوم پرون د دغه ولایت د کوټ ولسوالي په دوانو سیمه کې له جګړې یوه پاتې مرمۍ پر تیږه وهلې او له کبله یې مرمۍ چاودلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې یاد ماشوم وژل شوی او یوه اته‌کلنه خور یې ټپي شوې ده.

هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه له چاودنې وروسته سیمې ته ورغلي او ټپي شوې ماشومه یې د درملنې په موخه د ننګرهار ولایتي روغتون ته راوړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې له جګړې را پاتې ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو تل په بېلابېلو ولایتونو کې له افغانانو، په تېره ماشومانو قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام