Asset 1SWN

کندهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه ټپیان دي

kandahar

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوې زړې راکېټ مرمۍ د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار د «غبرګولي لومړي نېټه» د کندهار د خاکرېز ولسوالي اړوند سرګاود کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د والي ویاند حاجي عزیز سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کوچي د خپلې کږدۍ د درولو لپاره په اوسپنه ټکوله.

هغه وویل: «نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د کندهار خاکرېز ولسوالۍ سرګاود کارېز سیمه کې یوه کوچي د راکېټ پخوانۍ او زړه پیاده مرمۍ هلته نږدې قرارګاه کې پیدا کړې وه او د کږدۍ د درېدو لپاره یې د خېمې مېخ‌تبیله پرې ټکوهله چي یاده مرمۍ ورباندې چاودلې.»

د کندهار د والي ویاند په وینا، پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه کوچني ماشومان چې عمرونه یې شپږ او درې کلونه دي، ټپیان شوي دي.

حاجي عزیز همداراز زیاتوي چې د پېښې ټپیان د میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم له جګړو څخه د پاتیو ناچاودو توکو او ماینونو د چاودنې له کبله خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام